اینانیوز د عربی آناتولي له قوله راپور راکوي، د غزې تړانګې د فسطینیانو لپاره دعا د رمضان المبارک میاشتې د وروستۍ جمعې د لمانځه د دعاګانو په سر کې وه او په سعودي عربستان کې د مسجد الحرام،په مصر کې د جامع الازهرجومات او سلطان حسن دجوماتونو پشمول د اسلامی او عربی نړۍ په زرګونوجوماتونو کې د روان مارچ میاشت له هماغه پیله ددغې دعا لپاره بلنه خپره شوې وه.
د مجسد الحرام خطیب شیخ یاسر الدوسري د جمعې لمانځه په خطبو کې د الاقصی جومات لپاره په دعا کولو سره ووئيل؛ ائ لویه خدایه! ته د االاقصی جومات حفاظت وکړې او هغه تر قیامت ورځ پورې سرلوړی او سرافراز وساتې.:
د الازهر جامع جومات هم د جمعې لمانځه په خطبو کې له خداوندمتعاله پهغزې کې د فلسطینیو خوئيندو وروڼو د ساتنې او بریالیتوب او د دښمنانو ددسیسو د شنډولو لپاره دعا وکړه.
د مصر د پلازمینې قاهرې په تاریخي سیمې کې د سلطان حسن جومات خطیب هم دغزې دخلکو د ساتنې او پر دښمنانو د هغوي دبریالیتوب دعا وکړه.
وحشي اسرائيلو د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره په غزې کې په نسل وژنې لاس پورې کړی او څه دباسه یو لک څلور شپیته فلسطیان ئې شهیدان او زخمي کړي دی چې په هغو کې زیاتره ماشومان اوښځې ترسترګو کیدلې . په دغه نابرابر جنګ کې همداراز ۱۴ زره کسان هم بې درکه شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4274177